نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړینو او پېښو له دوام سره د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې نړۍ له ممکنه تاریخي او د پراخې لوږې له خطر سره مخ ده او سږ کال به خوړو ته د اړمنو خلکو شمېر دوه برابره شي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ۲۰۱۹ کال پای کې ۱۳۵ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ وو، خو د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د قرنطین له امله به دا شمېر ۲۶۵ میلیونه وګړو ته ورسېږي. په راپور کې ویل شوي، چې یمن، کانګو ډيموکراټیک جمهوریت، وینزویلا، سويلي سوډان او افغانستان هغه ۵ هېوادونه دي چې اوسمهال د لوږې له ډېر خطر سره مخ دي. افغانستان کې له نیمایي زیات وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند لري او د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، له یوولس میلیونو ډېر وګړي یې د خوړو خوندیتوب نه لري.