د طالبانو له بند څخه د افغان- امریکايي پوهنتون خوشې شوي استاد تیموتي ویکس ویلي، ټول افغانان د سولې غوښتونکي دي خو په دې برخه کې تر ټولو لوی خنډ بې باورۍ رامنځته کړی دی. نوموړی وايي، هر افغان سوله غواړي خو اعتماد نشته او دا باور په مذاکراتو کې جوړېدلی شي. اسټرالیايي تیموتي ویکس چې اوس یې اسلام منلی، ویلي یې دي چې له ګڼو طالبانو سره اړیکه لري او په وینا یې تر څو چې مذاکرات پيلېږي، تر هغه وخته به جګړه او وژنې روانې وي چې زیات زور به یې ملکیانو ته رسېږي. نوموړی وايي، دی په ټویټر کې پښتو ټویټونه ځکه کوي چې له افغانانو سره یې سرو کار زیات دی او اوس هم ورسره په کور کې یو کس شته چې پښتو ټویټونه ورته لیکي.