د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي په تېرو درېیو میاشتو کې بشري مرستو ته لاسرسی محدود شوی دی. دغې ادارې په خپل درې میاشتني راپور کې هغه پېښې پرتله کړي چې په افغانستان کې یې اړو خلکو ته د بشري مرستو رسېدل، اغېزمن کړي دي. اوچا وايي، د ۲۰۲۰م کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۸۳ داسې پېښې شوي چې بشري مرستو ته لاسرسی یې محدود کړی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي یوازې ۷۹ پېښې په تېره مارچ میاشت کې ثبت شوي چې دې ادارې یې علت په افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله د محدودیتونو لګول ښودلي دي. په افغانستان کې د قرنطین او محدودیتونو تر لګول کېدو وروسته د بشري مرستندویو ادارو د کارکوونکو تګ راتګ هم اغېزمن شوی دی. په افغانستان کې ګڼ کسان چې ورځني کارونه کوي، شکایت لري چې د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو ته حیران دي او د حکومت له خوا هم کومه مرسته نه ده شوې.