اروپايي ټولنه وايي هله به مرستې پر ځای ولګېږي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا په تازه مرکه کې ویلي دوی ددې سخت ملاتړي دي چې په افغانستان کې په دې حساسو شرایطو کې جګړه ودرېږي، اوربند وشي او ټول په ګډه د کرونا پر ضد مبارزه وکړي. دده په خبره اروپايي ټولنې له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزې په موخه ۱۳۰ میلیونه ډالر مرسته تیاره کړې ده او هیله لري چې وکړی شي د دغه ویروس د پراختیا مخه ونیسي. د کوبیا په وینا هله به دغه مرستې پر ځای ولګول شي چې دلته اوربند رامنځ ته شي او روانه جګړه پای ته ورسېږي. نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې بین الافغاني خبرې پيل کړي او رامنځ ته شوی اختلاف ختم کړي. د کوبیا په وینا طالبانو ته هم په کار ده چې له امریکا سره د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي او تاوتریخوالی کم کړي.