د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي دوی خپله طرحه بشپړه کړې ده او د روانې اونۍ تر پایه به یې له منځګړې ډلې سره شریکه کړي. د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وایي دوی د واک د مساویانه ویش او همدا راز د مصالحې اجرایي صدارت غواړي. ددغه ټاکنیزې ډلې په خبره طرحه یې نهایي شوې ده او د روانې اونۍ تر پایه به یې له منځګړې ډلې سره شریکه کړي. منځګړې ډله به بیا دغه طرحه له ارګ سره شریکوي. ویل کېږي چې لا هم د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړي پر دغه طرحه اختلافات لري او خبرې ورباندې روانې دي. د ډاکټر عبدالله ټاکنیزه ډله وایي دغه طرحه به د یوه همه شموله حکومت د جوړولو لپاره لار پرانیزي. دغه ټیم داسې مهال د خپلې طرحې د بشپړولو خبره کوي چې د افغانستان ټول نړیوال ملاتړي دلته د روانو سیاسي کشمکشونو د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.