طالبانو افغان حکومت او امریکا د سولې په برخه کې د خنډونو په جوړلو تورن کړي دي. وسله والو طالبانو په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ګڼو لورو ترې غوښتي چې اوربند یا اورکم وکړي. په اعلامیه کې راځي چې طالبانو د سولې لپاره صادقانه ګامونه اوچت کړي وو خو امریکا او افغان حکومت د سولې پر هوکړه عمل و نه کړ. ددوی په خبره زندانیان ازاد نه شول، د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی و نه ګومارل شو او افغان حکومت بریالی نه شو چې خپل اختلافونه پای ته ورسوي. وسله والو طالبانو ویلي افغان حکومت د خپلو ګټو لپاره د سولې په لار کې خنډونه جوړوي او په خبره یې دوی یوازې هغه وخت جګړه دروي چې د سولې په برخه کې عملي او رښتینی پرمختګ رامنځ ته شي. طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې له څو ورځو راهیسې، د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې مهمو چارواکو له دوی د اوربند غوښتنه کړې ده.