د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د پښتنو په سیمه کې د جګړو او وژنو تر شا د پاکستان حکومت ولاړ دی. ددغه غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه ناوخته ددغه غورځنګ د یوه وژل شوي غړي عارف وزیر جنازې ته د راغلو خلکو غونډې ته د خبرو پر مهال وویل د پاکستان حکومت پر پښتنو له لسیزو راهیسې وحشت او ظلم روان کړی دی. دده په خبره د پاکستاني حکومت له امله د هر پښتون په کور کې جنازې اوچتېږي او هره مور د غم پر ټغر ناسته ده. پښتین ویلي چې د پښتنو پر ځمکه ټولې ترهګرې، ډلې، وسله وال او قاتلین د پاکستاني حکومت او ددغه حکومت د استخباراتي ادارې له لوري روزل کېږي او د پښتنو د وژلو لپاره استعمالېږي. نوموړي ټینګار کړی چې خپلې مبارزې ته به ادامه ورکوي او د پښتنو د ساتنې او حقوقو ددفاع لپاره پر هره مشروع مبارزه لاس پورې کوي. ده د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر مېشتو پښتنو هم غږ وکړ چې نور دې چوپ نه پاتې کېږي او د پاکستاني حکومت د ظلمونو پر وړاندې دې غږ اوچت کړي.