د چين د سوداګرۍ وزارت په دې وروستيو کې تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې، په ۲۰۲۱م کال کې د چين د مستقيمو بهرنيو پانګونو ارزښت ۱۴۵ ميليارډه او ۱۹۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی،چې د ۲۰۲۰م کال په پرتله نهه اعشاريه دوه سلنه زياتوالی ښيي. له دې جملې څخه د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کي په پرتو هېوادونو کې د چين د پانګونې زياتوالی د پام وړ ګرځېدلی دی.
د ۲۰۲۱م کال په جون کې په کابل پوهنتون کې د چين په مرستې جوړه شوې تدريسي ودانۍ او تالار نوموړي پوهنتون ته وسپارل شو. ياده تدريسي ودانۍ او تالار د همدې کال په مۍ مياشت کې د څه باندې ۱۴۰۰۰ مترمربع مساحت په درلودلو سره جوړ شوي او پدې وروستيو کلونو کې له افغانستان سره د چين تر ټولو لويه مرستندويه پروژه ده. د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د چين او روسيې ترمنځ د رېل پټلۍ لومړی پل تاسيس شوی؛ په نومبر کې د قرغېزستان د نوي شمال – جنوب سړک د چيني تصدۍ له خوا جوړ شوی؛ په ډسمبر کې د چين او لاوس ترمنځ پر رېل پټلۍ لومړی اورګاډی وخوځېد. په تېر کال کې د چين ګڼ شمېر همکاريزې پروژې بشپړې شوي او اړوندو هېوادونو ترې ګټې اخيستې دي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند شو جوی تينګ د چين د بهرنيو پانګونو په اړه په اشارې وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې په پرتو هېوادونو کې د چين پانګونې مخ پر زياتېدو دي. په ۲۰۲۱م کال کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو پرتو هېوادونو کې له پولي چارو پرته د چين د مستقيمو پانګونو ارزښت ۲۰ ميليارډه او ۳۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی، چې د ۲۰۲۰م کال په پرتله څوارلس اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي. تېر کال چيني تصديو په بهر کې له ۵۶۰ زياتې پروژې په ټيکه اخيستې، چې ارزښت يې تر سل ميليونو امريکايي ډالرو زيات دی، او دا رقم د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۴۶ زياتوالی ښيي. بر سيره پر دې، چين په بهر کې د اقتصادي او سودادګريزو سيمو د ابادۍ په برخه کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.
د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون يعنې رسيپ تړون (RCEP) د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په رسمي توګه نافذ شوی. د چين د سوداګرۍ وزارت د څيړنيز انسټېټيوټ چارواکي جانګ جيان پينګ په دې نظر دی، چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې زياتره پراته هېوادونه پرمختيايي هېوادونه دي او د بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ ته او د صنعتي کېدو په بهير کې بهرنيو پانګو ته ډېرې اړتياوې لري، نو رسيپ تړون به په دغو هېوادونو کې د پانګونو د زياتوالي سبب وګرځي.