تېره شپه په بولان او کېچ سیمه کې پر پاکستاني عسکرو دوه بریدونه شوي، چې اووه پاکستاني عسکر پکې وژل شوي دي. د پاکستان پوځ وایي، د بولان په پیرغایب سیمه کې د پاکستاني عسکرو د ایف سي ځواک د ګزمې په موټر چاودنه شوې ده چې شپږ پاکستاني عسکر پکې وژل شوي دي. ددې برید پړه بلوڅ یونایټېډ وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې ده. دغه راز یو بل پاکستانی عسکر بیا په کېچ سیمه کې له وسله والو سره په نښته کې وژل شوی دی. دا چې وسله وال څوک دي په اړه یې څه نه دي ویل شوي.