ایران او افغانستان د چابهار بندر په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت له استازي میر شفیعي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو او اقتصادي همکاریو خبرې او بحثونه شوي دي.
دواړو لورو دغه راز د چابهار بندر پر وضعیت او په دې بندر کې د افغان سوداګرو پر پانګونه بحثونه کړي دي. ایراني لوري ویلي چې دوی په دغه بندر کې افغان سوداګرو ته بشپړ امکانات برابر کړي دي او یاد بندر تر پخوا په لا ښو امکاناتو د افغان سوداګرو په چوپړ کې دی. په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی.