کرنې وزارت په پروان ولایت کې د زردالو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکړی دی. له یاد وزارت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د پروان کرنې ریاست د اټکل له مخې سږکال به د پروان د زردالو حاصلات ۲۳ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه وي. خبرپاڼه کاږي، په دغه ولایت کې پر شاوخوا دوه زره او ۲۹۸ هکټاره ځمکه د زردالو باغونه جوړ شوي دي. په ورته وخت کې د پروان ولایت یو تن بڼوال عبدالحق هم د زردالو د حاصلاتو د ډېروالي خبره کوي. خو نوموړی د محصولاتو لپاره د بازار له نه شتونه سر ټکوي او وایي، په تېرو کلونو کې یې د دغو بڼونو له زردالو څخه ښې ګټې تر لاسه کولې، خو تېر کال زردالو ښه پلور نه درلود او سږکال هم نه پوهیږي چې څه به کېږي.