د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد اقتصادي کارپوهان وایي چې د صادراتو له کمېدو سره به په هېواد کې د بې روزګاري له پراختیا سره سره اقتصاد نور هم زیانمن شي. د سجاد احمد په نامه د اقتصادي چارو مخکښ کارپوه ویلي، تر کرونا وبا مخکې هم د پاکستاني حکومت د ناکارۍ له امله د هېواد اقتصاد مخ پر ځوړ و خو د کرونا تر خپرېدو وروسته وضعیت ښیي چې دا هېواد به له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شي. د هغه په وینا له افغانستان سره د پاکستان د بندرونو تړل کېدل هغه څه دي چې پاکستاني سوداګر یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي او دا خپله د پاکستان اقتصاد ته سخته ضربه واردولی شي. بلخوا اي ایم ایف وایي چې روان مالي کال به د پاکستان مالي خساره له ۷.۴ فیصده څخه نهه سلنې ته پورته شي.