کرنې وزارت وایي، سږکال به په کندز کې د هندوانې حاصلات ۱۰۰ زره ټنو ته ورسېږي. له یاد وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کندز ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږکال به په دغه ولایت کې د هندوانې حاصلات سل زره ټنه وي. د یاد ولایت د کرني رییس عبدالهادي قرلق ویلي، روان کال د هندوانې پالیزونو لپاره د اقلیمي شرایطو برابروالی د دې باعث شو چې په دغه ولایت کې پر درې زره او ۴۶۰ هکتاره ځمکه باندې کرل شوې هندوانې سل زره ټنه حاصلات ورکړي. د یادونې ده چې سږکال په نورو ولایتونو کې هم د هندوانې حاصلات ښه دي خو بزګران یې د بازار له نشتوالي سر ټکوي.