د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال ټولنه وایي، په افغانستان کې څه باندې ۷ میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي، چې له کبله یې لوی شمېر ماشومان درانه کارونه کوي او د کرونا له لاسه به دا وضعیت لا کړکېچن شي. د ماشومانو د مزدورۍ ضد نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان زیاتوي، څو چې د ماشومانو ملاتړ قانون وروستی نه شي، هېڅ یو پروګرام به د دغو ماشومانو پر ژوند اوږدمهاله ښه اغېز و نه لري. د دغه سازمان ویانده مریم عطایي وایي، په کرونایي حالاتو کې ماشومانو ته د مرستو رسولو لپاره باید د ماشومانو د ملاتړ قانون نهايي شي او دا باید د حکومت په لومړیتوبونو کې وي. بل لور ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې د ماشومانو ملاتړ څو قوانین تصویب شوي دي، خو له دې سره د دغه وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني وایي، څه باندې سل زره ماشومان د خښتو په بټیو کې کار کوي.