ایران وايي د تېلو له درکه یې عایدات له سلو میلیاردو ډالرو اتو میلیاردو ډالرو ته راټيټ شوي دي. د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري په تازه څرګندونو کې ویلي دي په بې مخینې توګه یې د تېلو له درکه عایدات له بندیزونو وروسته ټيټ شوي دي. دده په خبره تر بندیزونو مخکې ایران هر کال تر سلو میلیاردو ډالرو پورې عایدات یوازې د تېلو له پلورلو لرل. هغه وایي چې دغه وضعیت د ایراني حکومت پر ټولو برخو اغېز کړی دی. ایران د ټرمپ تر واکمنۍ مخکې له بارک اوباما سره اټومي هوکړه کړې وه چې له مخې یې د سیمې او اروپا له هېوادونو سره د تېلو ازاده سوداګري کولی شوای، خو ټرمپ پر دغه هېواد بندیزونه بېرته راوګرځول او د سیمې هېوادونو هم له ایران د تېلو پېرل په ټپه ودرول. له همدې امله د ایران اقتصاد مخ پر ځوړ دی.