د ملکي هوایي چلند ادارې مشر رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې به په راتلونکو درېیو ورځو کې بېرته بهرنۍ او کورنۍ الوتنې پیل شي. ددغه ادارې مشر قاسم وفايي زاده وایي د بندیزونو له امله اریانا افغان هوایي شرکت، کام ایر هوایي شرکت او د ملکي هوایي چلند ادارې ۴۵ میلیونه ډالر زیان کړی دی. هغه وایي کام ایر ۲۰ میلیونه ډالر، اریانا افغان هوايي شرکت ۱۰ میلیونه او د ملکي هوایي چلند ادارې شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالر زیان کړی دی. دی هیله لري چې وکړی شي د پروازونو په پیلېدو سره زیانونه جبران کړي او په دې توګه د خلکو ستونزې هم تر یوې کچې راکمې شي. وفايي زاده ژمنه کړې چې ټول پروازونه به د روغتیا نړیوال سازمان له لارښوونو سره سم ترسره کېږي.