هندي چارواکي وایي، د سوداګرۍ پر وړاندې د بندیزونو له لرې کېدو سره سره پاکستان د واګه بندر له لارې له افغانستان څخه هند او له هند څخه افغانستان ته د سوداګریزو توکو د صادرېدو اجازه نه ورکوي. هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هندي سوداګرو له خولې ویلي، مخکې تر دې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کلني ډول تر لس میلیارده هندي کلدارو پورې سوداګري کېدله خو اوس دا کچه صفر ته راټیټه شوې ده. د راپور له مخې، هندي چارواکو ویلي چې پاکستان وړاندې تر دې هم دا بندر د سوداګرو پر مخ تړلی و چې وروسته یې بیا د څو ورځو لپاره اجازه ورکړه خو له شاوخوا شل ورځو راپدېخوا یې دا لار بیا د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پر مخ تړلې ده.