په افغانستان او انګلستان کې یو شمېر افغانانو او د خیریه ټولنو مسوولینو د کرونا پر مهال له بې وزلو خلکو سره د مرستو راټولولو او بیا یې د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.
د اکیرا په نامه د یوه خیریت بنسټ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دوی سره شاوخوا ۳۰ خیریه بنسټونه او سازمانونه ثبت دي.
سرچینې زیاته کړې چې د کرونا وبا له امله افغانستان او افغانان ډېر زیات متضرر شوي او په همدې موخه دوی غواړي چې له بې وزلو هېوادوالو سره مرستې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په انګلستان او نورو سیمو کې مرستې راټولوي او بیا یې په افغانستان کې د احساس خیریه بنسټ په مرسته پر بې وزلو وېشي.
سرچیني ویلي چې دوی د مرستو دا لړۍ پیل کړې او پرون یې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې پر ځینو مستحقو کورنیو مرستې ووېشلې.