د غوري سیمنټو د فابریکې تولیدات څو برابره ډېر شوي دي. د ملي انکشاف شرکت وایي په دغه فابریکه کې تر اوږدو اصلاحاتو او پرمختګونو وروسته دوی بریالي شول چې د سیمنټو د تولید کچه په ورځ کې له ۱۲۰ ټنه ۸۰۰ ټنه ته لوړه کړي. سرچینه همدا راز وایي چې دغه فلج شوې فابریکه بېرته فعاله شوې ده او همدا راز د تولید کیفیت یې هم لوړ شوی دی. ملي انکشاف شرکت وايي دوی هڅه کوي چې د لا پرمختګونو او اصلاحاتو پر مټ ددغه فابریکې تولیدات نور هم ډېر کړي څو وکړی شي د هېواد پنځوس سلنه اړتیاوې پوره کړي. دغه فابریکه په پلخمري ښار کې ده، چې نږدې شپږ لسیزې وړاندې د افغان حکومت په پانګونه جوړه شوه. په هغه وخت کې یې په کلنۍ توګه ۱۵۰ زره ټنه سیمنټ تولیدول چې په کور د ننه یې ټولې اړتیاوې پوره کولی شوای.