له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له مالي امکاناتو د ناوړه استفادې او فساد په اړه ګڼې اندېښنې موجودې دي. له لومړي سره په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي له کرونا سره د مبارزې تر نامه لاندې افغان حکومت ته میلیونونه ډالر را روان دي، خو دا مرستې د مفسدو چارواکو له لوري شخصي جیبونو ته ځي. هغه ادعا چې په ځلونو حکومت رد کړې ده. تازه ملي شورا د پیسو له نړیوال صندوق د پور اخیستل هم تایید کړي دي، خو په دې برخه کې فساد خلک اندېښمن کړي دي.
افغان حکومت څه موده وړاندې له ولسي جرګې غوښتي وو چې د دوی غوښتنې ته مثبته رایه ورکړي او دوی به تر هغه وروسته وکړی شي چې د پیسو له نړیوال صندوق پور واخلي. ولسي جرګې دې طرحې ته منفي رایه ورکړه او استدلال یې هم دا و چې افغان حکومت د دغو پیسو د لګولو لپاره طرحه نه لري، نو ښایي د فساد له امله شخصي جیبونو ته لاړې شي. له دې څو ورځې وروسته مشرانو جرګې دغې طرحې ته مثبته رایه ورکړه او په خبره یې حکومت کولی شي چې د پيسو له نړیوال صندوق پور واخلي. د مشرانو جرګې او ولسي جرګې ګډ پلاوي هم وروسته پر دې طرحه هوکړه وکړه او حکومت اجازه پیدا کړه چې د پیسو له نړیوال صندوق له کرونا سره د مبارزې لپاره ۲۲۹ میلیونه ډالر پور واخلي.
له دې سره جوخت اوس یوشمېر شنونکي او د مسایلو څارونکي پر دې باور دي چې ښایي دغه پیسې د فساد له امله شخصي جیبونو ته لاړې شي. دوی وایي، د هېواد اقتصادي وضعیت ته په پام او دغه راز شته فساد ته په کتو د حکومت دغه پرېکړه بېځایه ده او ښایي د هېواد راتلونکې ته ستونزې جوړې کړی.
افغان حکومت داسې مهال د پیسو د پور کولو پرېکړه کوي چې دوی ملت ته د لګول شوو پیسو په حساب ورکولو او شفافیت کې پاتې راغلي دي. پر حکومت نیوکې دي چې د میلیونونو ډالرو مرستو له راتګ سره سره دوی بریالي نه شول چې د کرونا ویروس د پراختیا مخه ونیسي، له اړمنو سره مرسته وکړي او د اقتصادي ځوړتیا مخنیوی وکړي. له همدې امله شنونکي وایي چې ښایي پور کېدونکې پیسې هم شخصي جیبونو ته لاړې شي. د اقتصادي مسایلو شنونکی قیس محمدي وایي: ((له افغانستان سره د کرونا پر وړاندې د مبارزې په موخه میلیونونه ډالر مرسته شوې ده. کافي مرسته شوې تر ۹۰۰ میلیونه ډالرو پورې مرسته مو ترلاسه کړې ده. بله بدمرغي دا ده چې دوی تر اوسه د دې پیسو د لګولو او څرنګوالي په اړه نه خلکو ته حساب ورکړی نه ولسي جرګې ته. نو نوی پور به هم همداسې شي، له یوې خوا به مخکینی اختلاص ورباندې پټ کړي او له بلې خوا به دا هم شخصي جیبونو ته لاړ شي)).
بلخوا د مالي وزارت وایي چې روان کال به د پیسو نړیوال صندوق له لوري ۱۷ میلیارده ډالر پور افغانستان ته ورکړل شي. د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي دا به د ملي بودیجې برخه ګرځول کېږي او پنځلس سلنه د دې امکان شته چې افغان حکومت ته دغه پور وبښل شي. دده په خبره ((دا پیسې به د افغان حکومت له لوري په هغه برخو کې لګول کېږي چې اړتیا ورته لیدل کېږي)).
بلخوا د کابل والي محمد یعقوب حیدري بیا وایي چې د دې پیسو پر لګولو بهرنیان پخپله نظارت کوي. د ده په خبره، له مرسته شوو پیسو بهرنیان تجهیزات او اړتیا وړ توکي اخلي او دغه توکي بیا افغان حکومت ته ورکول کېږي. د ده په خبره، افغان حکومت به یوازې لومړیتوبونه ورته مشخصوي او د پیسو د لګولو صلاحیت به له څارونکو او نړیوالو بنسټونو سره وي.