ایران وایي افغانستان له باد د برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري له همدې امله غواړي له دغه هېواد سره ګډ بادي میدانونه جوړ کړي. د ایران د نوې کېدونکې انرژۍ مسوولینو ویلي یوه څېړنه ښيي چې د افغانستان جنوبي ولایتونه د نړۍ تر ټولو مهمې بادي سیمې لري چې د برېښنا او نوې کېدونکې انرژۍ د تولید لپاره مناسبې بلل شوې دي. ایران وایي له افغانستان سره یې په ګډه کار پيل کړی دی، بادي میدانونه یې مشخص کړي دي او په ګډه به په هغه کې د برېښنا د تولید تاسیسات جوړوي. نړیوالو څېړنو ښودلې چې دغه سیمه د پنځلس زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې یوازې پنځه زره یې ایران تولیدولی شي او پاتې ډېره برخه یې په افغانستان کې توليدېږي. ایران وایي افغانستان د برېښنا له کمښت سره مخ دی نو د بادي برېښنا د تولید ګډه پروژه به دغه اړتیا رفع کړي. دغه ایراني چارواکو له حکومت غوښتي چې په دې تړاو له افغان لوري سره خبرو ته سرعت وبښي او ژر تر ژره د یادو سترو پروژو چارې پیل کړي.