د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي له دې کار یې موخه دا ده چې په دغه ولایت کې د زعفرانو کرکېله دود کړي او د کروندګرو اقتصاد ته وده ورکړي. د یاد وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی د ۳.۸ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۹،۵ مټریک ټنه د زعفرانو پیاز پر کروندګرو وېشي. دغه پیاز له هراته دایکندي ته وړل شوي دي او له دې به ۳۹ نمایشي کروندې جوړېږي. د دایکندي د کرنې ریاست چارواکي وایي ددې امکان شته چې د زعفرانو کښت په دایکندي کې هم د نورو ولایتونو په شان ښه پایله ولري او له دې سره د کروندګرو اقتصادي وضعیت ښه شي. د زعفرانو کر کېله په هرات، بادغیس او ځينو نورو ولایتونو کې دود شوې چې کروندګر ترې ښه عاید لري او د زعفرانو کیفیت یې په نړیواله کچه د باور وړ دی.