افغان حکومت وايي د بست د پنبې د تولید او پروسس فابریکه به بېرته فعاله کړي. د هېواد د کرنۍ، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت وایي حکومت ددغه فابریکې د بیا فعالولو او اصلاحاتو راوستلو په برخه کې بودیجه ورته منظوره کړې ده او ډېر ژر به یې چارې پيل شي. یاد وزارت ویلي سږ کال د هلمند پر نږدې ۱۶ زره هکټاره ځمکه د پنبې کرکېله شوې چې لږ تر لږه ۶۵۰ زره مټریک ټنه مالوچ به تولید کړي. هلمند کې د بست تصدۍ فابریکه په کورنیو جګړو کې له فعالیت پاتې او تر یوه حده ویجاړه شوې وه. دغې تصدۍ د ۳۰ زره ټنو پنبې د پروسس وړتیا درلوده. د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغې فابریکې کې د پنبه دانې د پروسس وروسته، د مالوچو په شمول غوړي، صابون او کونجاړه تولیدوله.