په ننګرهار کې د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسوولین وایي دوی پر یوه طرحه کار کړی چې له مخې به یې پاکستان او کوزې پښتونخوا ته د افغان توکو صادرات پيلېږي. د ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې اړوندو ادارو پر دې مسئله بحث کړی دی او د ستونزو د حل لپاره یې اقدامات کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د صادراتو ډېره برخه له بندیزونو سره مخ وه چې اوس به د سوداګرۍ د بیا پیل لپاره اقدامات کېږي. دوی نه دي ویلي چې د افغانستان د توکو صادرات به کله پیلېږي خو تر دې وړاندې په پاکستان کې افغان سفیر ویلي وو چې ډېر ژر به د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ټپه ولاړه سوداګري بېرته پيل شي.