د چین نړیواله رادیو (CRI) په یوه راپور کې وایي چې چین د ګاو فن ۹ درېیم سپوږمکۍ تر څنګ درې نورې سپوږمکۍ فضا ته توغولې دي. ګاوفن نهم نمبر درېیمه سپوږمکۍ د جیو چوان له مرکز، چانګ چنګ دویم نمبر سپوږمکۍ او هه ده پنځم نمبر سپوږمکۍ هم فضايي مدار ته توغول شوې دي. ګاوفن نهم نمبر درې له لرې کنټرولېدونکې سپوږمکۍ ده چې د ځمکې او خاورې د څارنې، د ښارونو د ادارې، د سړکونو او شبکو د ډیزاین، کرهنیزو حاصلاتو د تحلیل، ناورینونو د مخنیوي او نورو مواردو لپاره کارول کېږي. همدا راز بله دنده به یې دا وي چې د یو کمربند یوې لارې د جوړولو لپاره به معلومات برابروي او په دې برخه کې همکاري کوي.