فساد د سوکالۍ او سولې په برخه کې ستر خنډ دی. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د فساد په اړه خپل څلورم کلنی راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې راغلي چې لا هم په افغانستان کې فساد موجود دی او پر وړاندې یې اغېزناکه مبارزه نه ده شوې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه راپور کې وایي چې شفافیت د افغان حکومت لپاره تر هر څه مهم دی او په خبره یې د فساد موجودیت ددې سبب شوی چې په افغانستان کې د سوکالۍ، سولې او پرمختګ په لار کې خنډونه جوړ شي. په دغه راپور کې راغلي چې د تېرو کلونو په پرتله د فساد پر وړاندې ډېر کم اقدامات شوي دي او افغان حکومت چې د فساد ضد کومې تګلارې جوړې کړې وې، یوازې لنډمهاله سندونه وو چې عملي نه شول. ملګري ملتونه پر حکومت نیوکه کوي چې د فساد پر وړاندې مبارزه یې اغېزناکه نه ده، اداري تشې یې ډکې کړې نه دي، اغېزناکې تګلارې یې د فساد د ختمولو لپاره نه دي جوړې کړې او په دې برخه کې یې فعالیتونه موثر نه دي. ملګرو ملتونو ویلي چې دوی د فساد ضد مبارزه کې له افغان حکومت سره همکاري کوي او پر حکومتي مشرانو یې غږ کړی چې له فساد سره مبارزه خپل لومړیتوب وبولي.