د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پر نازيزم د بري او دوهمې نړيوالې جګړې د ختميدو د ۷۵ کليزې په مناسبت وايي د ورسای کنفرانس نا عادلانه پريکړې او ترې راټوکيدلی نړيوال نظام د دویم نړيوال جنګ سبب شو.
د روسيې ولسمشر په یوه تازه خپره کړې مقاله کې لیکلي دي چې د ورسای په کنفرانس کې د المان په هکله تحقيروونکې پريکړې ددې سبب شوې چې نازيان د خلکو له ملي احساساتو ګټه پورته کړي او انتقام ته يې وهڅوي.
ولاديمير پوتين د نن ورځې ضرورتونو ته په پام وايي: ژر به د پنځه اتومي وسلو لرونکو قدرتونو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړو يوه غونډه را وغواړي، تر څو د شته ستونزو, ستراتيژيکو وسلو د کنټرول, نړيوالو اړيکو کې د عمومي اصولو د تقويې, تروريزم او بنسټ پالنې سره د مبارزې او تر ټولو مهمه له کرونا وبا وروسته پر نړيوال اقتصاد باندې سپينې سپينې خبرې ولرو.