د بلخ ولایت د کرنې او مالدارۍ اداره وايي سږ کال په دې ولایت کې د ښو او په وخت ورښتونو سره د کرنې او مېوو حاصلات ډېر شوي او د وړاندوینې له مخې د موسمي مېوو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی. بزګران بیا وايي، که له یوه پلوه یې حاصلات ډېر شوي بلخوا د دوی د کورني اقتصاد په برخه کې څه بدلون نه دی راغلی. د بزګرانو په خبره، د ځمکې له سر تر مارکېټه پورې باج اخیستل د دوی ګټه کموي او که باج اخیستونکو ته پيسې ورنه کړي تازه مېوې به یې له منځه لاړې شي. د رمضان په نامه بزګر وایي هر ځل د مزار د مېوو ترمارکېټه پنځه ځایه ناقانونه پیسې ورکوي. په دې ولایت کې سږ کال حاصلات ډېر دي خو بزګرانو لپاره د خوښۍ خبر هم نشته، ځکه دوی باید د ګټې پیسې څو ځایه ووېشي.