پاکستان چې په دې وروستیو کې پکې کرونا ویروس هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او دغه راز یې د وروستیو سیاسي کشمکشونو له امله اقتصاد هم مخ پر ځوړ دی له دې سره سره یې ګڼې کروندې ملخانو تر برید لاندې نیولې دي. که څه هم د یاد هېواد د غذایي امنیت وزارت ویلي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی خو د پاکستاني کارپوهانو په خبره هغه څه چې پاکستان تر کرونا ډېر زیانمنولی شي هغه ملخان دي. دوی وایي، که ددې ګواښ پر وړاندې بېړني اقدامات ونشي نو پاکستان به په بېسارې توګه له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شي. د راپورونو له مخې، پاکستان د اسیا له پراختیایي بانک څخه د دې ګواښ پر وړاندې د مبارزې لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر مرسته غوښتې ده خو کارپوهان وایي، وېره لري چې دا پېسې به هم لکه د نورو مرستو په څېر شخصي جېبونو ته لاړې شي.