په پکتیکا کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا اړونده د ۳۹ پروژو تړونونه د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې او له دغو بنسټونو څخه د پکتیکا ولایت د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست وایي، چې د دې هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې او د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار، د پکتیکا په مرکز شرنه او د یاد ولایت په یوسف خېل او یحی خېلو ولسوالیو کې د نږدې ۱۹ میلیونه او ۳۴۸ زره او ۹۴۵ افغانیو په ارزښت ۳۹ پروژې پلي کیږي، چې پکې د پیازو او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه او ممیزخونې جوړول شامل دي.
تر دې وړاندې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروګرام طرحه، د عالي اقتصادي شورا له خوا تایید او د هېواد ولسمشر محمداشرف غني له خو منظور شوې وه.