د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان او ایراني پلاوي په دوه ورځنیو خبرو کې پر ګڼو مسایلو توافق کړی دی. دواړو لورو هوکړه کړې چې په درېیو میاشتو کې به یو ستراتيژیک تړون تیاروي او بیا به یې ددواړو هېوادونو ولسمشران لاسلیک کوي. همدا راز د پولو د ساتنې، نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې او انساني قاچاق د مخنیوي پر سر هم بحثونه او هوکړې شوې دي. ایران دغه راز ویلي چې د اړتیا په صورت کې د بین الافغاني خبرو کوربه توبه ته هم تیار دي. دوی ویلي د افغانستان د سولې بشپړ ملاتړ کوي او ددې اړتیا ده چې په افغانستان کې د سولې د حسن نیت په خاطر تاوتریخوالی کم شي او بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.