د ماليې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کرونا ویروس پراختیا د هېواد پر ملي عوایدو منفي اغېز کړی دی. دده په خبره له همدې امله ملي عواید شل میلیارده افغانۍ کم شوي دي. ارغندیوال دغه راز وایي چې د مالیې وزارت ډېری عواید له ګمرکونو دي خو په ګمرکونو کې فساد موجود دی. هغه ټینګار کړی چې د فساد پر وړاندې به مبارزه کوي او د هېڅ مفسد پر وړاندې به له زغم کار نه اخلي. هغه دا نه دي ویلي چې فساد څوک کوي او مفسد څوک دی. د مالیې سرپرست وزیر داسې مهال د عوایدو د کموالي او فساد د موجودیت خبره کوي چې افغانستان لا هم د مفسدو هېوادونو د لېست په سر کې دی او لا هم په دولتي ادارو کې د پراخ فساد ادعاوې کېږي.