لسګونه مدني فعالانو نن په کابل کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د حکومت له لوري د پور اخیستو پرېکړې پر ضد لاریون کړی دی. دوی له دغه صندوق څخه غوښتنه کړې ده چې افغان حکومت ته دې پور نه ورکوي. لاریون کوونکو له نړيوالۍ ټولنې هم غوښتنه کړې چې پر نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) فشار راوړي څو افغان دولت ته د ۲۲۰ میلیونو ډالرو پور پرېکړه بېرته واخلي. دوی افغان حکومت په مالي فساد ککړ بللی او په وینا یې تر اوسه یې ان د نړیوالو له لوري د مرسته شویو او د افغانستان د عایداتي سرچینو د پیسو حساب ولس ته نه دی ورکړی. دوی ویلي دا مرسته به هم د نورو مرسته شویو پیسو په څېر یوازې د چارواکو جېبونه وپړسوي.