سیګار وایي، په افغانستان کې په فساد د تورنو کسانو پر لوړو دندو ګومارل د جدي اندښنې وړ مسئله ده. د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار مشر ویلي، افغان حکومت په دې وروستیو کې داسې کسان پر دندو ګوماري چې په فساد تورن دي او تر اوسه یې دوسیې نه دي بشپړې شوې. سیګار وايي، دا مسئله دوی ته د اندېښنې وړ ده او په افغان حکومت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د کمزورې ارادې ښکارندویي کوي. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې فساد ډېر شوی دی او باید د مبارزې لپاره یې نوې تګلاره جوړه شي.
په افغانستان کې د فساد د موجودیت په اړه د نیوکو په دوام، تازه سیګار وایي چې ولسمشر غني او ډاکټرعبدالله عبدالله د هغو کسانو په ګومارلو لاس پورې کړی چې په فساد تورن دي. د دغې ادارې په خبره، دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او په افغان حکومت کې د فساد پر وړاندې د ارادې کمزوري ښيي. د سیګار مشر جان سوپکو پر هغه څه چې له اداري فساد سره یې مبارزه کې د سیاسي څېرو خونديتوب بولي اندېښمن دی. هغه زیاتوي، د هغو کسانو له لوري د دولتي ادارو مخته بیول چې تر دې وړاندې یې د فساد دوسیې لرلې، په افغانستان کې له اداري فساد سره په مبارزه کې شاتګ دی.
سوپکو وایي، امریکا تل له فساد سره پر مبارزه ټینګار کړی او افغان حکومت یې هڅولی چې فساد له منځه یوسي، خو اوسني وضعیت ناهیلی کړی دی. د ده په خبره: ((زه لا هم نهیلی کېږم، د رسنیو رپوټونه ګورم چې د افغانستان د یوه لوی بانک یعنې کابل بانک د ديوالۍ یو لوی عامل د یوې ادارې د چارو د مخته بیولو لپاره د ارزولو په حال کې دی. که دا خبره سمه وي، له اداري فساد سره په مبارزه کې د شاتګ په معنی ده)).
نوموړی همدا راز وایي، د نړیوالې ټولنې ستر هدف هم دا دی چې په افغانستان کې شته فساد ختم شي؛ ځکه دا د پرمختګ په لار کې یو ستراتېژيک او خطرناک خنډ دی. سوپکو همدا راز وایي، افغان حکومت د فساد او هغو کسانو پر وړاندې د پام وړ اقدام نه دی کړی چې په فساد تورن دي. د نوموړي په خبره: ((لا هم جدي پوښتنې مطرح کېږي چې افغان حکومت په کومه اندازه له اداري فساد سره په مبارزه کې پرمختګ لرلی دی؛ د بېلګې په توګه د فساد په تړاو ۶۵۰۰ د نیولو حکمونه صادر شوي دي، خو افغان حکومت دا ځواب نه شي ورکولای چې څه وخت به دا حکمونه عملي کېږي)).
تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د فساد موجودیت لا هم د اندېښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې د فساد کچه مخ پر لوړېدو ده او د فساد د ختمولو لپاره د افغان حکومت طرحې کارنده نه وې. یوناما له افغان حکومت غوښتي وو چې د فساد د ختمولو لپاره باید پر نوو، عملي، دقیقو او اوږدمهاله طرحو کار وکړي. همدا راز د فساد ضد مبارزې په برخه کې فعالو بنسټونو هم غوښتي وو چې په افغانستان کې د فساد د ختمولو لپاره یو مستقل کمېسیون جوړ شي او هغه دې د ملګرو ملتونو له بشپړ ملاتړ برخمن وي.
بلخوا د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وايي، د سیاسي ارادې نشتوالی دد ې سبب شوی چې د فساد قضیې په سمه توګه و نه څېړل شي. د دغه بنسټ په خبره، بله ستونزه دا هم ده چې عدلي او قضايي ادارو خپله خپلواکي په سمه توګه نه ده ساتلې، نو ځکه یې سیاستوالو په چارو کې مداخله کوي. افغان حکومت تر اوسه د دغو ادعاوو به تړاو هېڅ راز غبرګون نه دی ښودلی.