د وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار کې د څه باندې ۶۰ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه کال په اوږدو کې د عامه کتابتون درې پوړییزه ودانۍ جوړېږي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد بشیر محمدي ویلي چې دغه کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودجې څخه په دریو پوړونو کې د یوه کال په جریان کې جوړېږي چې د ادبي، هنر او فرهنګي غونډو لپاره به لوی تالار هم ولري. د ده په وينا، په دغه کتابتون کې به پر یوه وخت ۳۰۰ کسان وکولای شي چې مطالعه وکړي.
د میدان وردګو د والي مرستيال تاج محمد عمري د دې ودانۍ د بنسټ ډبرې د اېښودو په مراسمو وويل چې په ټولنه کې له شته ستونزو او ناخوالو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره زده کړه او له کتاب سره ملګرتیا ده.
هغه پر خلکو غږ وکړ، چې خپل اولادونه زده کړو او کتاب لوستلو ته وهڅوي، ترڅو ټولنه له ستونزو او ناخوالو څخه خلاصه شي.