د لوګر د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۲۲۶ پروژو تړونونه لاسلیک شوي دي.
د لوګر ولایت د کرنې رییس عبدالله تسل وایي، چې د دې هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې او د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار، د لوګر ولایت د مرکز په ګډون د دغه ولایت د محمدآغې، څرخ او خوښۍ په ولسوالیو کې د ۱۲۱ میلیونه او ۹۰۰ زره او ۱۴۳ افغانیو په ارزښت ۲۲۶ پروژې پلي کېږي، چې پکې د پیازو او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه او ممیزخونې جوړول او د مېوو او سبو د وچولو ماشینونه شامل دي.
تسل ویلي، چې د یادو پروژو له لارې د لوګر ولایت په مرکز او د دغه ولایت په محمدآغې، څرڅ او خوښۍ ولسوالیو کې د کچالو ۷۹ صفر انرژۍ سړې خونې، د پیازو۹۱ صفر انرژۍ سړې خونې او ۲۸ ممیزخونې جوړېږي.