په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان یو شمېر اوسېدونکو ۶۵۰ میلیونه ډالر په دولتي ادارو کې د رشوت په ډول ورکړي دي. له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې موندنې په ګوته کوي، چې په همدې کال کې د افغانستان ملي عواید هم په همدې کچه وو، نو په دې ډول افغانانو په ۲۰۱۸ کال کې د ملي عوایدو کچې ته نیږدې دولتي بنسټونو ته بډې ورکړي دي. د روڼتیا څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وايي، چې د افغانستان په دولتي ادارو کې هر کال نیږدې دوه میلیارد ډالره د رشوت په ډول ورکول کېږي، چې یوازې یو مېلیارد ډالر په ګمرکونو د خلکو جېبونو ته ځي. د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال زلمی عظیمي وايي:«یو کس په ۵۰۰۰ ډالرو مدیریت کې، د مافیا له خوا ګومارل کېږي، څرګنده ده چې دغه شخص د خپل جېب لپاره کار کوي او ملي عواید غلا کوي. د فساد پر وړاندې د مبارزې بنسټونه وايي، په دولتي ادارو او په ځانګړې توګه په ګمرکونو او د مالیې ورکړې په بنسټونو کې د بډې ورکولو او اخیستو له امله د هېواد مالي نظام سخت ځپل شوی دی.