د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ د دغه ولایت پر درې زره او ۶۱۴ بزګرانو د کرنې اړونده توکي، درمل او تبلیغاتي کتابونه وېشلي دي.
د دې مرستې په وېش غونډه کې د غزني د کرنې ریاست چارواکو ویلي، چې له دغو مرستو برخمن شوي بزګران په خپلو کرنیزو فعالیتونو کې د کرنې ریاست سپارښتنې علمي کړي او نورو بزګرانو سره یې هم شریکې کړي دي؛ ځکه یې ورسره دا مرستې وکړې.
په وېشل شویو توکو کې د ونو د ښاخونو د پرېکولو اره، زینه، د درملو شېندلو لوی او کوچني پمپونه، محافظتي جامې او نور اړین توکي شامل دي. د دې ترڅنګ د یادو بزګرانو د وړتیا لوړولو په پار پر دوی د کرنې اړوند دوه زره او ۴۵۰ ټوکه کتابونه، چارتونه او بروشورونه وېشل شوي دي.