ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه د رایو په اکثریت تصویب کړې ده. د یادې جرګې د مالي کمیسیون منشي سید عظیم وویل، چې ولسي جرګې دغه طرحه له ځینو بدلونونو سره تصویب کړې ده. دا طرحه د حکومت له لوري له کرونا سره د مبارزې برخه کې د ځانګړې شوې بودجې او دغه راز د ځینې کودونو د تعدیل په موخه ولسي جرګې ته استول شوې وه. د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه د جوزا میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې له لوري کرونا سره د مبارزې او ځینې نورو برخو کې د ډېرو پیسو تخصیص له امله رد شوه وه خو تر یوې میاشتې جنجالونو وروسته بلاخره نن تصویب شوې ده.