هندي رسنیو د یاد هیواد د بندرونو ادارې د ريیس کومار ګوپتا له قوله خبر وکړی چې د چابهار له لارې به سوداګري لا پراخه او پیاوړې کړي. ښاغلي کومار دغه راز زیاته کړې چې په دې برخه کې به له شریکو هیوادونو سره په ګده کار کوي او افغانستان ته به په خپلو صادراتو کې ډیروالی راولي. د نوموړي په خبره د ایران مرکزي بانک به په چابهار بندر کې د افغانستان غضنفر خصوصي بانک ته د یوې څانګې پرانیستلو اجازه ورکړي، څو له دې لارې سوداګري لا پیاوړې شي. د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۹ کال را پدیخوا هند خپل صادرات افغانستان ته د چابهار بندر له لارې ترسره کوي.