پاکستان ویلي چې ژر به له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د انګور اډې او خیرلاچي لاري پرانیزي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې د یادو دواړو لارو د خلاصون لپاره یې لازم تدابیر نیولي او تمه ده د جولای میاشتې په ۱۲مه بیرته د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شي. دا بندرونه وروسته تر هغه خلاصېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پارلمان غړي علي وزیر څو ورځې وړاندې پارلمان ته وویل چې پاکستان د کرونا مخنیوي په بهانه یوازې د پښتنو کاروبارونه تړلي او که چېرته پاکستان شور نه غواړي نو ژر تر ژره دې له افغانستان سره تړلې لارې پرانیزي.