د ازبېک رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په تاشکند کې د ترکیې له سفیر سره لیدلي دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان سوله د سیمې د پرمختګ او ثبات لپاره مهمه ده نو ځکه به په دې برخه کې پوره همکاري کوي. ترکیې او ازبکستان ویلي چې دوی په افغانستان کې همدا راز په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې هم تر خپلې وسې همکاري کوي او په ټولو نړیوالو او سیمه ییزو کنفرانسونو کې به د افغانستان د سولې پر اهمیت او ګټو ټینګار کوي. دوی دغه راز ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې هم تر خپلې وسې مرسته کوي.