د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي په دوحه کې یې د قطر د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر افغان سوله او په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو بحثونه شوي دي. امریکايي لوري له قطر غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، په بنسټیزو پروژو کې ونډه واخلي، کاري فرصتونه ایجاد کړي او ددغه هېواد په پرمختګ کې همکاري وکړي. خلیلزاد وایي دوی هڅه کوي تر سولې وروسته افغانستان کې سترې بنسټیزې پروژې پيل شي او په دې توګه په افغانستان کې د کارونو د ایجاد ترڅنګ د پام وړ اقتصادي وده هم رامنځ ته شي.