د ننګرهار کرنیز وادي شرکت مسوولین وايي، سږ کال یې د لومړي ځل لپاره پر سل جربیه ځمکه د الوویرا بوټي د کښت چارې روانې کړې دي، چې له هر جریب نه به یې درې سوه زره افغانۍ ګټه ترلاسه شي. ددغه شرکت مسوولین وايي، دغه بوټي د کوکنارو ښه بدیل دي او په لومړي کال یو فصل خو په دویم کال څلور فصله حاصل ورکوي، چې له هر فصل نه یې په جریب درې سوه زره افغانۍ عاید تر لاسه کېدای شي. د الوویرا بوټو متخصصین وايي ننګرهار کې ددغه بوټي لپاره چاپېریال مناسب دی او که په دې ولایت کې يې حاصلاتو مثبته نتیجه ورکړه نو په ولسوالیو کې به یې هم د کښت چارې پیل شي.