د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزیر محمد اسلمي وایي چې د هرات-خواف ریل پټلۍ رغنیزې چارې به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې پای ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړې چې د ایران اړوند برخه رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي. هغه ویلي، دا لار د ایران په ځانګړې توګه افغانستان لپاره ډېر اهمیت لري چې د یادې پټلۍ له جوړېدو سره به نه یوازې په افغانستان کې د ایراني بلکې د نورو هېوادونو د پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه برابره شي. دا لار چې د یوې برخې جوړولو چارې یې د ایران او د پاتې هغې جوړولو مسوولیت یې د افغانستان دی، په بشپړېدو سره به یې افغانستان د عراق رېل شبکې له لارې له مرکزي اسیا سره وصل شي.