د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د شیدو ټولولو د یوه ستر مرکز د جوړولو بنسټ کېښودل شوه.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ريیس انجنیر محمد جمیل خوشحال ویلي، چې د شیدې ټولولو دغه مرکزونه چې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړېږي، د جوړولو لګښت یې څلور میلیونه افغانۍ ده.
نوموړي زیاته کړې چې په قرغیو کې به د دغه مرکز د جوړولو چارې د روان کال تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د شیدو ټولولو دغه مرکز چې د لسګونه لېټره شیدو د ټولولو وړتیا به ولري، عصري خونې، د زېرمې خونه او ګدام به هم ولري.
د دغه ولایت چارواکي وايي چې د یادو مرکزونو د جوړولو موخه د مالدارۍ د تولیداتو له لارې د خوړو خوندیتوب دی.