کرنې وزارت په هېواد کې د پستې حاصلاتو له ډېروالي خبر ورکړی دی. د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سږکال به په بادغیس ولایت کې د پستې حاصلات دوه برابره زیات وي. خبرپاڼه کې د بادغیس ولایت د کرنې رییس تواب تایب له قوله راغلي، د دوی د ارزونو له مخې به سږکال د دغه ولایت د طبیعي ځنګل پستې حاصلات ۳۶ زره او ۴۵۶ ټنو ته ورسېږي. هغه د پستې حاصلاتو ډېرېدو لامل د تېر کال ژمي او د سږني پسرلي ورښتونه بللي دي. د یادونې ده چې تېرکال په بادغیس ولایت کې د دغو ونو حاصلات ۱۵ زره او ۴۰۰ ټنه وو.