هند له افغانستان سره د روزنې برخه کې پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. دا هوکړه لیکونه نن په کابل کې د هند د سفیر وینای کمار او افغان چارواکو له لوري لاسلیک شوي دي. یادې پنځه تعلیمي پروژې به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه پورې د هند په مالي ملاتړ په بدخشان، خوست، فراه او کاپیسا ولایتونو کې پلې شي. د اقتصاد وزیر مصطفي مستور نن په کابل کې له وینای کمار سره یوې ګډې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل چې د هند په دې ۲.۶ میلیون ډالري مرسته به په خوست، بدخشان کې ښوونځي، د فراه د عالي تحصیلاتو موسسې ودانۍ او د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون سړک ورغول شي. د یادونې ده چې هند وړاندې تر دې هم له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مالي مرستې کړې دي.