ننګرهار ولایت کې جوړ شوي د غنمو اته نور ترېشر هم تاجکستان ته صادر شوي دي. د ننګرهار ولایت مقام څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دغه ولایت کې د جاوید افغان په نوم فابریکه کې جوړ شوي ۸ عرادې تریشر نن تاجکستان هېواد ته صادر شوې چې په دې سره له یادې فابریکې د صادر شویو ترېشرو شمېر شلو ته ورسید. د خبرپاڼې له مخې؛ د جاوید افغان فابریکې له لوري به ډیر ژر قرغزستان هېواد ته هم د ترېشرو صادرت پیل شي. د خبرپاڼې په حواله د یاد هر تریشر وزن ۱۷۵۰ کیلو ګرامه دی او هر یو یې دوه، دوه سوه زره افغانۍ قیمت لري.