د هرات والي سید وحید قتالي وایي، چې د دغه ولایت د ګمرک ۹۰ سلنه عواید شخصي جېبونو ته ځي. نوموړي زیاته کړې چې د اسلام کلا بندر لسګونه میلیونه افغانۍ په کابل، هرات او په دغه ګمرک کې دننه د مافیایي کړیو جېبونو ته ځي او له هرې محمولې څخه د درې میلیونه افغانیو له ډلې یوازې پنځوس زره یې افغان دولت ته تحویلېږي. د نوموړي په خبره، اوسمهال په دغه ولایت کې لسګونه موټر د امنیتي ځواکونو له لوري درول شوي چې یو یې هم د ګمرکي محصول پاڼه نلري او دا په دغه ګمرک کې د پراخ فساد څرګندونه کوي. په ورته وخت کې د ولسي جرګې له لوري د هرات ولایت د ګمرک رییس ته د تقدیرنامې ورکولو هم ګڼې نیوکې راپارولې دي خو د هرات ولایت د ګمرک رییس حمدالله همدرد وایي چې د تېر په پرتله د دغه ګمرک عواید ډېر شوي او په دې وروستیو کې له ۳۰ میلونه افغانیو څخه سل میلیون ته رسېدلي دي.